قلعه عبدالله کوټه (وېب نيوز) د قلعه عبدالله ولسوالۍ د توت اډې په سیمه کې د مرور سیدان کراس ته نږدې په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي. پولیس وايي، وژل شوي کسان بدرالدین د محمد نور زوی، محمد د حنیف زوی او محمد نبي پېژندل شوي دي. مړي د مېزۍ اډې ټراما مرکز ته لېږدول شوي او پولیسو د پېښې د لامل معلومولو او د تورنو کسانو د نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.
