کوټه (وېب نیوز)د جمعیت علمای اسلام بلوچستان صوبايي مشر سناتور مولانا عبدالواسع د صوبايي عاملې شورا او د صوبايي اسمبلۍ د پارلماني غړو ګډه غونډه د نومبر پر لومړۍ نېټه سهار لس بجې رابللې ده. غونډه به د کوټې په جناح ټاون کې د ګوند په صوبايي دفتر کې ترسره شي، چې پکې به پر سیاسي وضعیت، راتلونکې تګلارې او تنظیمي چارو خبرې وشي.
