کوټه (وېب نیوز)د برتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو مرکز په وینا، د عمان د خصب ښار شمال ختیځ ته یوه کوچنۍ کښتۍ د تېلو ټانکر ته نږدې شوې او له بېړۍ سره یې چاودېدونکي توکي نصب کړي وو. د بېړۍ د انجن په خونه کې اور ولګېد، خو وروسته اور مهار شو او د عملې غړي خوندي پاتې شول.
