تازه خبرونه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶

قطري پلاوی د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره تهران ته ورسېد

کوټه (وېب نیوز)د ایران دولتي خبري اژانس ارنا ویلي، قطري پلاوی د اکتوبر په ۳۰مه تهران ته ورسېد، څو له ایراني چارواکو سره وګوري. د راپورونو له مخې، د سفر موخه د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر مخ وړل دي.