نصیراباد: د منګولي پر لویه لار د نامعلومو وسلهوالو په ډزو کې دوه سکه وروڼه وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، تورن کسان له پېښې وروسته تښتېدلي او پولیسو سیمه کلابنده کړې ده. د ډي اېس پي غلام سرور مېنګل په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې ښايي پېښه د پخوانۍ دښمنۍ له امله شوې وي.
