کوټه (وېب نیوز)د جمعیت علمای اسلام نظریاتي مشرانو د ژمي له پیل سره په کوټه او شاوخوا سیمو کې د ګاز او برېښنا د اوږدې لوډشیډنګ او درنو بلونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی له فدرالي حکومت او سوئي سدرن ګاز شرکت څخه غوښتنه کړې چې ګاز پرلهپسې برابر کړي او بېاعلانه لوډشیډنګ پای ته ورسوي.
