کوټه (وېب نیوز)د ګای خان چوک ترڅنګ د نامعلومو وسلهوالو په ډزو کې یو ورور وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی. پولیسو او مرستندویه ډلو مړی او ټپي کس ملکي روغتون ته لېږدولي دي. پولیسو سیمه کلابنده کړې او د پېښې د شواهدو راټولولو او د تورنو کسانو د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.
