تازه خبرونه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶

پښتانه ځوانان دې د زده‌کړو ترڅنګ د قومي ستونزو په حل کې ونډه واخلي، ایاز جوګېزی

کوټه (وېب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي منشي نواب محمد ایاز خان جوګېزي ویلي چې پښتانه ځوانان باید زده‌کړو ته دوام ورکړي او د خپلو قومي، سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل لپاره هم کار وکړي. نوموړي د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن زونل کنفرانس ته په وینا کې د کارموندنې، د ځايي خلکو د حقونو، معدني سرچینو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ.