کوټه (ویب نیوز) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېټې ته د معلوماتو ورکولو پر مهال ویلي، چې تهران له امریکا سره په خبرو اترو او ډیپلوماټیکو چارو کې پر خپلو اوو اعلان شویو شرطونو ولاړ دی. په دغو شرطونو کې د بندیزونو لرې کول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د حضور کمول شامل دي. د کمېټې ویاند حسن قشقاوي ویلي، په غونډه کې د سیمې پر وروستیو حالاتو، ایران ته د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د پلاوو پر سفرونو او د ایراني چارواکو سره پر لیدنو هم خبرې وشوې. همدارنګه د هر ډول بېړني حالت لپاره د وسله والو ځواکونو پر چمتووالي او دفاعي وړتیاوو بحث وشو.
