کوټه (ویب نیوز) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې هېواد یې له سعودي عربستان سره د دفاع او امنیت په برخه کې خپلو ژمنو ته ژمن دی او په راتلونکي کې به هم پرې عمل کوي. د هغه په وینا، د واشنګټن او ریاض ترمنځ د دفاعي چارو په اړه پرلهپسې اړیکې روانې دي او په وروستیو اوونیو کې د سعودي ولیعهد او د امریکا ولسمشر هم څو ځله خبرې کړې دي. روبیو ویلي، امریکا به د سعودي عربستان د امنیت لپاره همکاري روانه ساتي او د نورو هېوادونو له خوا د سعودي د دفاع لپاره د مرستې هرکلی هم کوي.
