تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

د سیمه‌ییز کړکېچ له امله یاماها د قطر موټو جي پي سیالیو کې له ګډون څخه ډډه وکړه

کوټه (ویب نیوز) جاپاني موټرسایکل جوړوونکې کمپنۍ یاماها په منځني ختیځ کې د روان سیاسي او جغرافیایي کړکېچ له امله اعلان کړی، چې په قطر کې په کېدونکو موټو جي پي سیالیو کې به ګډون ونه کړي. د کمپنۍ په وینا، د دې ټیم به دوحې ته سفر ونه کړي، خو د سیالیو تنظیموونکو ویلي، چې چمتووالی د پلان له مخې روان دی. د موټو جي پي د فصل شلمه سیالي به د نومبر له شپږمې تر اتمې نېټې د قطر په لوسیل نړیوال لوبغالي کې ترسره شي. تر دې وړاندې د ډاکار ریلي تنظیموونکو هم اعلان کړی و، چې راتلونکی پړاو به په سعودي عربستان کې نه ترسره کېږي.