تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

د فساد ضد ځانګړې محکمې د نصیراباد د اوبو مدیریت مرستیال مشر او قراردادي ته اووه، اووه کاله بند سزا واوروله

کوټه(ویب نیوز)د بلوچستان د فساد ضد ځانګړې محکمې قاضي نجیب الله خان کاکړ د 03/2025 مقدمې په ترڅ کې د جرم د ثابتېدو له امله د نصیراباد د اوبو مدیریت مرستیال مشر عبدالقدوس مېنګل او قراردادي عبدالمجید ته سزا واوروله. محکمې دواړو ته د فساد ضد قانون له مخې اووه، اووه کاله سخت بند او د پاکستان د جزا قانون د ۴۲۰ مادې له مخې دوه، دوه کاله بند او لس، لس زره روپۍ جریمه هم واوروله. د جریمې د نه ورکړې په صورت کې به دوه میاشتې نور بند تېروي. له پرېکړې وروسته دواړه ونیول شول او د کوټې ضلعي زندان ته ولېږدول شول. د فساد ضد ادارې مشر نصیب الله کاکړ د پلټنیزې ډلې ستاینه وکړه او ویې ویل چې د فساد کوونکو پر ضد به بې‌طرفه اقدامات روان وي.