تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د قطر منځګړیتوب روان دی، ایران د امریکا ځواب ته په تمه دی

کوټه (ویب نیوز) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه د قطر په منځګړیتوب خبرې روانې دي، خو وروستۍ پرېکړه د امریکا له خوا د ایران وړاندیزونو او پوښتنو ته پر ځواب ورکولو پورې تړلې ده. د ایران دولتي خبري اژانس ارنا د عراقچي له قوله ویلي، تهران پر خپلو اوو اعلان شویو شرطونو ولاړ دی او د واشنګټن ځواب ته په تمه دی. هغه څرګنده کړې، چې د خپل سفر پر مهال یې له امریکايي چارواکو سره د مخامخ خبرو کوم پلان نه درلود. د نوموړي په وینا، د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره لومړنۍ اووه ورځنۍ مهلت اوس دوو ورځو ته راکم شوی دی.