کوټه (ویب نیوز) د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف له حوثیانو غوښتي، چې په یمن کې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو پر ضد ټول بریدونه سمدستي ودروي. د ائتلاف ویاند تورکي المالکي ویلي، د حوثیانو تر کارونې لاندې مهم پوځي اهدافو د له منځه وړلو لپاره یې نوي هدفمند پوځي عملیات ترسره کړي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او د سیمې د امنیت لپاره به اړین پوځي اقدامات روان وي، خو د بریدونو د ځایونو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
