تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

سعودي عربستان پر قطري ګاز وړونکي بېړۍ برید وغانده

کوټه (ویب نیوز) سعودي عربستان د عرب خلیج په اوبو کې د قطر د ګازو د لېږد شرکت پر مایع طبیعي ګاز وړونکې بېړۍ «المیاده» برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې دا ډول کړنې د سمندري تګ راتګ او د نړۍ د انرژۍ د رسولو لپاره جدي ګواښ دی. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه هېواد به د نړیوالو سمندري لارو د امنیت، د کښتیو د تګ راتګ د آزادۍ او د انرژۍ د رسولو د خوندي ساتلو د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.