اسلاماباد (وېب نیوز) د دفاع وفاقي وزیر خواجه محمد آصف ویلي چې له مولانا فضل الرحمن سره پخوا هم اختلافات موجود وو، خو هېڅکله تر دې کچې نه وو رسېدلي. په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې د خبرو پر مهال هغه ادعا وکړه چې په خیبر پښتونخوا کې په تېرو ۱۳ کلونو کې فساد زیات شوی دی. نوموړي وویل چې د پرمختیايي بودیجې لویې پیسې اخیستل کېدې او په شخصي جېبونو کې تللې. د هغه په وینا، په تحریک انصاف کې ګڼې ډلې شته چې یو له بل سره اختلافات لري. خواجه آصف وویل چې له مولانا فضل الرحمن سره ښې اړیکې لري او نه یې غوښتل چې سمدستي غبرګون وښيي.
