کوټه (ویب نیوز) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې تهران د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې ساتلي او هیله لري، چې امریکا هم د نورو لارو پر ځای خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي. نوموړي ویلي، د ایران وسله وال ځواکونه د خپلو ملي ګټو او امنیت د ساتنې لپاره بشپړ چمتو دي او د تېرو دوو جګړو له تجربو وروسته یې دفاعي وړتیاوې لا پیاوړې شوې دي.
