کوټه (ویب نیوز) قطر په عرب خلیج کې پر خپلې مایع طبیعي ګاز وړونکې بېړۍ «المیاده» برید په کلکه غندلی او هغه یې د سمندري امنیت او د نړۍ د انرژۍ د رسولو لپاره خطرناک بللی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه بېړۍ د قطر د ګازو د لېږد شرکت «نقلات» ملکیت ده او د پېښې د لاملونو او د برید د عاملانو د پېژندلو لپاره څېړنې پیل شوې دي. قطر اعلان کړی، چې د نړیوال قانون له مخې د خپلو بېړیو، عملې او ملي ګټو د خوندي ساتلو لپاره د اړینو اقداماتو حق لري.
