تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

په درې اړخیزو سیالیو کې د بابر اعظم کمزورې لوبه، د دمې او په بهر کې د روزنې اخیستو سپارښتنې

کوټه (ویب نیوز) پاکستان که د سریلانکا په ماتولو سره درې اړخیزې کرکټ سیالۍ ګټلې دي، خو د ملي لوبډلې د پخواني کپتان بابر اعظم د بېټنګ کمزورې بڼه لا هم د بحث موضوع ده. نوموړي په دغو سیالیو کې په پنځو لوبو کې ټولې ۱۱۸ منډې کړې، چې تر ټولو لوړه منډه یې ۴۵ وه او نیمه سلیزه یې هم ونه کړه. بابر د سریلانکا پر وړاندې په لومړۍ لوبه کې ۴۵، له انګلستان سره په دوو لوبو کې ۳۴ او ۱۰، او د سریلانکا پر وړاندې په څلورمه لوبه کې ۲۹ منډې جوړې کړې، خو په پایلوبه کې یې په پنځو توپونو پرته له منډې کولو خپله ویکټه له لاسه ورکړه. بابر چې په تېرو کلونو کې یې ګڼې یادګاري لوبې کړې دي، د وروستۍ کمزورې کارکردګۍ له امله د پخوانیو کرکټرانو له نیوکو او ملاتړ سره مخ شوی دی. ځینې کسان ورته د لنډې دمې او یا په اسټرالیا او انګلستان کې د روزنې اخیستو سپارښتنه کوي.