اسلاماباد (وېب نیوز) د روغتیا وزارت له خوا ملي اسمبلۍ ته د وړاندې شویو شمېرو له مخې، په پاکستان کې د رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر له ۳ کروړه او ۲۰ لکه او ۴۰ زرو څخه زیات شوی، په داسې حال کې چې په هېواد کې د ثبت شویو ارواپوهانو شمېر ۱۰۵۰ دی. د شمېرو له مخې، په پنجاب کې ۴۰۶، په سند کې ۲۲۸، په خیبر پښتونخوا کې ۱۲۲ او په بلوچستان کې ۴۴ ارواپوهان ثبت دي. د هېواد د نفوس له مخې پر هر ۲ لکه او ۴۵ زره او ۴۰۰ کسانو یو ارواپوه شته. د روغتیا وزارت په وینا، په اسلاماباد کې د رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر درې لکه ښودل شوی دی.
