پېښور (وېب نیوز) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي چې په پاکستان کې ناقانونه مېشت افغان وګړي باید خپل هېواد ته ستانه شي او هغه افغانان چې پاکستان ته راتلل غواړي، باید معتبره ویزه او قانوني اسناد ولري. د ډاکټرانو یوې غونډې ته په وینا کې نوموړي وویل چې په صوبه کې د روغتیايي اسانتیاوو ښه کول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي. هغه زیاته کړه چې د هاوس افسرانو میاشتنی معاش ۷۰ زره روپۍ کافي نه دی او باید بیا وکتل شي. ګورنر د ځوانانو د وړتیاوو د کارولو، په دولتي خدمتونو کې د احتساب، د ناقانونه تجاوزاتو د ختمولو او صوبې ته د هغې د قانوني مالي حقونو د ورکړې پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
