ژوب(ویب نیوز)په ژوب او شیراني کې د یوې میاشتې راهیسې د انټرنېټ د بندښت پر ضد زدهکوونکو له ډګري کالج ژوب څخه ګډ احتجاجي لاریون وکړ. ګډونوال د کلیوال شهید کمال خان چوک ته ورسېدل او هلته یې د آل پارټیز ژوب تر سیوري لاندې په احتجاجي مظاهره کې ګډون وکړ. زدهکوونکو او سیاسي تنظیمونو وویل چې د انټرنېټ بندښت تعلیمي، اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه اغېزمن کړي دي. هغوی له چارواکو وغوښتل چې په ژوب او شیراني کې دې انټرنېټ سمدستي بېرته فعال کړي.
