تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

په کوټه کې د ګاز استعمال صفر، خو بل تر ۴۴ لکه روپیو واوښت

کوټه(ویب نیوز)په کوټه کې د یوه تش کور د ګاز استعمال صفر یونټ ښودل شوی، خو بیا هم د ۴۴ لکه روپیو څخه زیات بل ورته استول شوی دی. د اغېزمن شوي پېرودونکي په وینا، کور تش دی او ګاز پکې نه دی استعمال شوی، خو سوئي سدرن ګاز کمپنۍ د یوې میاشتې لپاره دومره لوړ بل لېږلی دی. نوموړي د کمپنۍ له لوړپوړو چارواکو غوښتنه کړې چې د مېټر لوست او بل دې سمدستي وڅېړي او که تېروتنه شوې وي، بل دې اصلاح کړي. ښاریانو هم د دې غیرمعمولي بل په اړه حیرانتیا څرګنده کړې او له کمپنۍ یې وضاحت غوښتی دی.