تازه خبرونه ۲ نومبر ۲۰۲۶

بلوچستان د خپلې اړتیا ګاز پخپله تولیدوي، خو خلک له کورني ګازه محروم دي، کلیم الله خان

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان ډویلپمنټ فورم مشرانو او سوداګریزو استازو ویلي، بلوچستان د خپلې اړتیا په اندازه ګاز تولیدوي، خو خلک یې د کال په اوږدو کې له کورني ګازه محروم دي او له محدود مصرف سره سره درانه بلونه ورته لېږل کېږي. په کوټه کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې کلیم الله خان ادعا وکړه چې سوئي سدرن ګاز کمپنۍ ۷۰ سلنه ګاز سوداګریزو او یوازې ۳۰ سلنه کورنیو مصرفوونکو ته ورکوي. د هغه په وینا، د لسو یونټونو ګاز په مصرفولو هم له ۱۰ زرو تر ۲۰ زرو روپیو پورې بلونه لېږل کېږي. سوداګریز مشر سید عبدالقیوم اغا له ستر قاضي، وزیراعظم او د بلوچستان له اعلی وزیر څخه وغوښتل چې د ګاز او برېښنا بحران او درنو بلونو ته پام وکړي. هغه خبرداری ورکړ چې ستونزې حل نه شوې، د سوئي سدرن ګاز او کیسکو دفترونو مخې ته به احتجاج وکړي.