تازه خبرونه ۲ نومبر ۲۰۲۶

خپلواکه رسنۍ، خپلواکه قضایه او د پارلمان برلاسی د ولسواک پاکستان ضمانت دی، جمعیت نظریاتي

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظریاتي مرکزي او صوبایي مشرانو ویلي، خپلواکې رسنۍ، خپلواکه قضایه او د پارلمان برلاسی د یوه باثباته او ولسواک پاکستان بنسټیزې اړتیاوې دي. په ګډ بیان کې مولانا عبدالقادر لوني، مولانا محمود الحسن قاسمي، مولانا ډاکټر شمس الهدی، مولانا عبدالله ډهېر، مولانا عبدالرف، سید حاجي عبدالستار شاه چشتي، حاجي حیات الله کاکړ، مولانا قاضي ګل الرحمن نکیال، مولانا قاري مهرالله، مولانا عزیز احمد شاه امروټي او مولانا ثناالله فاروقي او نورو مشرانو ویلي، پر قضایه او رسنیو فشار د ولسواک او اساسي قانوني نظام د کمزوري کېدو لامل کېږي. دوی د قضایې د خپلواکۍ، پر رسنیو د ښکاره او پټو بندیزونو د ختمولو او د جعلي خبرونو په پلمه د جوړو شویو قوانینو د بیاکتنې غوښتنه کړې ده. مشرانو د خبریالانو د تنظیمونو د احتجاج ملاتړ کړی او د پېکا قانون د بېرته اخیستو او د بیان د آزادۍ پر وړاندې د خنډونو د ختمولو غوښتنه یې کړې ده.