کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ اپوزیشن مشر میر یونس عزیز زهري په صوبه کې د امن و امان، د مدرسو د قانون او د معدنیاتو د قوانینو په اړه پر حکومت نیوکې کړې او اعلان یې کړی چې د ماینز اېنډ منرلز قانون په اړه به اسمبلۍ ته شخصي بل وړاندې کړي. نوموړي په یوه مرکه کې وویل، په بلوچستان کې د امن و امان وضعیت د اندېښنې وړ دی او دی خپله هم د سړک له لارې خپلې حلقې خضدار ته سفر نه شي کولای. د مدرسو د قانون په اړه یې وویل، په ۲۶م اساسي ترمیم کې د شامل شوي قانون نه عملي کېدل پوښتنې راپورته کوي. هغه پر اعلی وزیر د خپلې ژمنې د نه پوره کولو تور ولګاوه او ویې ویل، که حکومت په دې اړه جدي ګامونه پورته نه کړل، جمعیت علمای اسلام به په بلوچستان کې سفرونه وکړي او د راتلونکي تګلارې پرېکړه به وکړي.
