کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د اعلی وزیر مرستیال شاهد رند ویلي، په ټولنیزو رسنیو او ډیجیټلي پلېټفارمونو کې د جعلي خبرونو خپرېدل د حکومت لپاره یوه لویه ننګونه ګرځېدلې او د قانون سرغړوونکو پر ضد به اقدام کېږي. یوې خبري غونډې ته په وینا کې نوموړي وویل چې د خبریالانو اغا عبید، ثناالله اڅکزي او مقبول جعفر پر ضد د ناسمو خبرونو د خپرولو په تور د ملي سایبر جرمونو د څېړنې ادارې له لارې مقدمې درج شوې دي. شاهد رند وویل، هېڅوک د جوړو شویو او بېبنسټه موادو د خپرولو اجازه نه لري او حکومت د قانون له مخې د اقدام حق لري.
