تازه خبرونه ۲ نومبر ۲۰۲۶

له ایران سره جګړه اوږدول نه غواړم، مذاکرات ناکام شول نو پوځي اقدام کېدای شي، ټرمپ

واشنګټن (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې نه غواړي له ایران سره جګړه د ویتنام د جګړې په څېر اوږده شي. د نوموړي په وینا، ایران تړون غواړي، خو باید ولیدل شي چې مذاکرات بریالي کېږي که نه. ټرمپ ویلي که خبرې اترې ناکامې شوې، نو د ایران پر ضد پوځي اقدام کېدای شي. هغه زیاته کړې چې ایران د اټومي وسلو له جوړولو څخه د منع کولو لپاره د هغه د حکومت بدلون اړین نه دی. نوموړي د ایران د اقتصادي وضعیت او پوځیانو ته د معاشونو د ورکړې په اړه هم ادعاوې کړې دي.