تازه خبرونه ۲ نومبر ۲۰۲۶

په شیراني کې د ستنو راغې د قانوني حیثیت د بحالۍ لپاره پرلت ۲۵۴مې ورځې ته وغځېد

شیراني (وېب نیوز) د شیراني د ضلعي مرکز ستنو راغې د قانوني او اساسي حیثیت د بحالۍ، د دولتي دفترونو د فعالولو او د ولسي ستونزو د حل لپاره روان پرلت ۲۵۴مې ورځې ته وغځېد. پرلت ته په وینا کې سردار غلام سرور شیراني او مولوي جمر شاه شیراني غوښتنه وکړه چې د ستنو راغې د ځمکې په اړه د حکومت او ځايي خلکو ترمنځ شوی د سټامپ تړون لغوه او ځمکه دې اصلي مالکانو ته وسپارل شي، که نه نو ضلعي مرکز دې د خپل قانوني حیثیت له مخې بېرته بحال شي. دوی په دولتي ادارو کې د واک لرونکو افسرانو او کارکوونکو د ګومارنې، د ځمکو د سیټلمېنټ د بهیر د بشپړولو او د ټانک، چچوبي او انزر خېزۍ سړکونو د جوړولو او ترمیم غوښتنه هم وکړه. ګډونوالو ژمنه وکړه چې د غوښتنو تر عملي کېدو پورې به خپل سوله‌ییز احتجاج روان ساتي.