کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قلعه عبدالله د کلی تنګ مسې زۍ په سیمه کې د وسله والو کسانو په برید کې د حنفیا کاکړ او د هغه د زوی ولي کاکړ عرف ولو وژل کېدل، د حیدر کاکړ تښتول او له کورونو څخه د سرو زرو او نغدو پیسو لوټل په کلکه غندلي دي. د ګوند له صوبایي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د سیمې اوسېدونکو له دې وړاندې ضلعي انتظامیې او کمشنر ته د احتمالي خطرونو په اړه خبر ورکړی و، خو د خلکو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه نه وو اخیستل شوي. ګوند له حکومته غوښتنه کړې چې د برید عاملین ونیسي، تښتول شوی حیدر کاکړ په خوندي ډول خوشې کړي، د وژل شویو کورنیو ته انصاف ورکړي او لوټل شوی سامان بېرته ترلاسه کړي.
