وندر (وېب نیوز) د خرکھیړہ ګمرکي پوستې پر ضد د ډیزلو کاروبار سره تړلو ټرانسپورټرانو د احتجاج له امله اېن ۲۵ لویه لار څو ساعته بنده وه، چې له کبله یې د بلوچستان او کراچۍ ترمنځ ځمکنی تګ راتګ اغېزمن شو او د موټرو اوږدې کتارونه جوړ شول. احتجاج کوونکو ټایرونه وسوځول او له ګمرکي او پولیسو چارواکو سره یې لفظي شخړې او لاس و ګرېوان کېدل هم وشول. مظاهره چیانو پر ګمرکي چارواکو د ډزو، تشدد، کورونو ته د ورننوتلو، د ډیزلو د تشولو او د درېیو کسانو د غیرقانوني بندي کولو تورونه ولګول. د دوی په وینا، له یوې ډیزلو ډکې ګاډۍ سره تر ادعا شوې معاملې وروسته بیا د رانا بټ په سیمه کې د ګمرک افسر لطیف د نیولو هڅه وکړه، چې له مقاومت وروسته درې کسان ونیول شول. ټرانسپورټرانو د تبعیضي چلند د ختمولو او د ایراني ډیزلو کاروبار د قانوني کولو غوښتنه وکړه. له خبرو اترو وروسته لویه لار پرانیستل شوه، درې واړه کسان خوشې او ګاډۍ بېرته ورکړل شوه، خو ډیزل د ګمرک په ولکه کې پاتې شو.
