کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر میر یونس عزیز زهري ویلي، کله چې د غړو اړین شمېر پوره شي، د صوبايي حکومت پر ضد به د بې باورۍ تحریک وړاندې کړي. نوموړي په یوه مرکه کې وویل، که حکومتي غړي او وزیران له خپل حکومت څخه ناخوښ وي، د اپوزېسیون دروازې ورته پرانیستې دي او د وزارتونو ورکولو ته هم چمتو دي. هغه زیاته کړه چې اپوزېسیون د حکومت ښې پرېکړې ستايي او نیمګړتیاوې د اسمبلۍ په غونډو کې په ګوته کوي، خو سیاسي مبارزه به د اساسي قانون او ولسواکۍ له لارې پر مخ وړي.
