کوټه (وېب نيوز) د کوټې له محافظ پولیس کالونۍ څخه تېره شپه غلا شوی د ټویوټا کرولا جي اېل آی د ۲۰۱۰ کال ماډل موټر د قلعه سیف الله پولیسو په څو ساعتونو کې بېرته ترلاسه کړی دی. د پولیسو په وینا، له خبرتیا وروسته یې سهار وختي عملیات وکړل او موټر یې په خوندي ډول وموند. په دې عملیاتو کې د قلعه سیف الله د پولیسو ډلې، اېس اېچ او عصمت الله، د مسلم باغ لېویز رسالدار مېجر هاشم کاکړ او ځايي ځوانانو برخه اخیستې وه. د موټر مالکانو د پولیسو د هڅو ستاینه کړې ده.
