کوټه (وېب نیوز)د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک د قوماندان سلاکار علي بلالي ادعا کړې چې ایراني متخصصین د امریکا په جوړو شویو دفاعي وسایلو د بیا جوړونې تخنیکي کار کوي. نوموړي ویلي چې د ایران د وسلو زېرمې د راتلونکو کلونو لپاره خوندي دي او وسله وال ځواکونه هر ډول حالت ته چمتو دي.
