کوټه (وېب نیوز) د ګوجرانوالې د ملي اسمبلۍ په اېن اې ۷۷ حلقه کې د ضمني ټاکنو د غیرحتمي او غیررسمي پایلو له مخې د مسلم لیګ (ن) نوماند راشد بشیر ورک بریالی شوی دی. نوموړي ۴۳ زره او ۳۶۵ رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د مرکزي مسلم لیګ نوماند محمد ابراهیم ګجر ۳۰ زره او ۲۱۸ رایې اخیستې دي. په دې حلقه کې ټولټال ۵ لکه ۱۸ زره او ۶۲۰ رایه ورکوونکي ثبت وو او ۳۳۳ د رایې اچونې مرکزونه جوړ شوي وو. دغه څوکۍ د مسلم لیګ (ن) د ملي اسمبلۍ د غړي محمود بشیر ورک تر مړینې وروسته خالي شوې وه.
