کوټه (وېب نیوز)د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د هرمز تنګي په سیمه کې د چاودنو او اورلګېدنې له امله درې تېل وړونکې بېړۍ زیانمنې شوې دي. د ایران د بیان له مخې، یادې بېړۍ د سمندري قوانینو خلاف له غیر مجازو لارو تېرېدې. ایراني چارواکو د بېړیو د لارموندنې او پېژندنې د سیستمونو خرابوالی د پېښې له لاملونو بللی دی.
