تازه خبرونه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶

د خدماتو د ګډوډۍ لامل سایبري برید نه دی: مایکروسافټ

کوټه (وېب نیوز)د مایکروسافټ یوه لوړپوړي چارواکي چارلس لامانا ویلي چې په ټوله نړۍ کې د دغه شرکت د خدماتو د ګډوډۍ لامل سایبري برید نه و. نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې په دې پېښه کې د هک کېدو یا ناوړه سایبري فعالیت هېڅ ډول نښه نه ده موندل شوې. د یادونې وړ ده چې د جمعې په ورځ په پاکستان او د نړۍ په ګڼو نورو هېوادونو کې د مایکروسافټ آوټلوک، ټیمز او کوپایلټ په ګډون ګڼ شمېر خدمات له ستونزو سره مخ شوي وو.