کوټه (وېب نیوز)د پاکستان منرلز انوېسټمنټ فورم ۲۰۲۶ د نړیوالو پانګه والو په پراخ ګډون سره پای ته ورسېد. د خپرې شوې اعلامیې له مخې، په فورم کې د ۶۰ څخه د زیاتو هېوادونو څه باندې لس زره استازو ګډون کړی و او د معدني سکتور په برخه کې پر ۱۳ مهمو تړونونو او تفاهم لیکونو لاسلیکونه وشول. وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل عاصم منیر د نېشنل منرلز ډېټا سنټر او د جیولوجیکل سروې آف پاکستان جیو پورټل پرانیسته وکړه. اعلامیه زیاتوي چې ایف ډبلیو او په چاغي کې د مسو د ۳۵ کروړه ټنو زېرمو نښې موندلې دي، په داسې حال کې چې مارۍ منرلز په چاغي کې د سرو زرو او مسو د احتمالي زېرمو اندازه تر یو میلیارد ټنو پورې اټکل کړې ده. نېشنل ریسورسز لمیټډ هم د معدني سکتور لپاره د لس کروړه ډالرو پانګونې اعلان کړی او د فورم راتلونکې غونډه به د ۲۰۲۷ کال په نومبر کې ترسره شي.
