تازه خبرونه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶

په امنیتي عملیاتو کې ۳۱ ترهګر وژل شوي، آی اېس پي آر

کوټه (وېب نیوز)د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی اېس پي آر) ویلي چې د کرم ولسوالۍ په سیمه کې د نومبر له درېیمې نېټې راهیسې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په روانو عملیاتو کې د فتنه الهندوستان ۳۱ ترهګر وژل شوي دي. د پوځ د ویاند په وینا، امنیتي ځواکونه د ترهګرو پر ضد خپل عملیات په اغېزمن ډول روان ساتي او په هېواد کې د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې به دا عملیات دوام ولري.