تازه خبرونه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د سرو زرو او مسو نوې زېرمې موندل شوې

کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې د سرو زرو او مسو مهمې زېرمې موندل شوې دي. مارۍ انرژیز پاکستان سټاک ایکسچېنج ته په لېږل شوي لیک کې ویلي چې د دې شرکت فرعي ادارې مارۍ منرلز د معدني زېرمو د پلټنې پر مهال دغه زېرمې موندلې دي. د شرکت په وینا، تر اوسه په سیمه کې ۲۵ زره متره برمه کاري بشپړه شوې او موندل شوې معدني زېرمې شاوخوا ۱.۴ مربع کیلومتره سیمه کې خپرې دي. د زېرمو د اندازې او کیفیت معلومولو لپاره به نور زر متره برمه کاري هم ترسره شي او د پروژې تفصیلي پایلې به د ۲۰۲۷ کال په لومړۍ درې میاشتنۍ کې اعلان شي.