واشنګټن(ویب نیوز) د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ادعا کړې چې د ایران هوايي شرکتونه به دوه ورځې وروسته له کاره پاتې شي. د عربي رسنیو د راپور له مخې، سکاټ بیسنټ ویلي چې د ایران د موضوع په اړه له چین سره خبرې شوې دي او د چین حکومت هم په دې مسئله کې په بشپړه توګه شامل دی. نوموړي ویلي چې دا نه شي ویلای چې له ایران سره روان کړکېچ به تر کومې مودې دوام وکړي.
