کابل(ویب نیوز) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کونړ او پکتیکا کې د پاکستان د ادعا شویو هوايي بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او احتجاجلیک یې ورته سپارلی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، پاکستان د کونړ په نورګل او د پکتیکا په برمل ولسوالیو کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې په کونړ کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي، خو په پکتیکا کې د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی. افغان وزارت بهرنیو چارو د افغانستان د هوايي حریم د نقض او پر ملکي سیمو او تأسیساتو د برید ادعا کړې او دغه اقدامات یې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللي دي. دغه وزارت د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او ویلي یې دي چې پاکستان باید د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره د نورو هېوادونو پر ملامتولو پر ځای د خپلو ستونزو واقعي لاملونه ومومي او حل یې کړي.
