تهران: د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي چې له پاکستان سره سرحدي سوداګري د وروستیو خبرو اترو مهمه موضوع وه، د برتانوي رسنیو په وینا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یو غیرعلني سفر تهران ته تللی و او هلته یې له خپل ایراني سیال سره لیدنه کړې، په خبرو کې دواړو خواوو هوکړه کړې چې د سرحدي تجارت، ټرانزیټ او تګ راتګ د اسانتیاوو د زیاتولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، همدارنګه د نویو سرحدي لارو پرانیستلو او سوداګریزو چارو د لا اسانولو پر پلان هم بحث شوی، دا پرمختګ داسې مهال شوی چې پاکستان د ایران لپاره د ترانزیت نوې لارې او بندرونه هم فعال کړي او د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا هڅې روانې دي۔
