تازه خبرونه ۱۷ مئی ۲۰۲۶

د پنجاب وزیراعلیٰ مریم نواز د آذربایجان له ولسمشر سره لیدنه، د پانګونې پر پراختیا خبرې

باکو: د پنجاب وزیراعلیٰ مریم نواز شریف د آذربایجان له ولسمشر سره لیدنه کړې چې پکې د دوه اړخیزو اړیکو، پانګونې او اقتصادي همکارۍ پر پراختیا خبرې شوي، هغې د پاکستان او آذربایجان ترمنځ وروڼو اړیکو ستاینه وکړه، له دې وړاندې مریم نواز د آذربایجان د ملي مشر حیدر علییف په مزار هم حاضري ورکړې وه او د هغه د روح لپاره یې دعا وکړه، همدارنګه هغې د شهیدانو په یادګار کې د ګلونو ګیډۍ کېښوده او د دواړو هېوادونو د دوستۍ د لا پیاوړتیا هیله یې څرګنده کړه۔