پاکستان ۲۳ ستمبر ۲۰۲۶

د سپټمبر ۲۷مه احتجاج د نیونو په وسیله نه شي درول کېدای، صادق اغا

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف بلوچستان صوبايي مشر مرستیال سید صادق اغا د پي ټي آی د بنسټګر عمران خان د خوېندو په ګډون د سلګونو کارکوونکو او مشرانو د نیولو غندنه کړې او ویلي یې دي چې د سیاسي فعالانو په نیولو سره د ولس غږ د خاموشولو هڅه کېږي، خو په نیونو سره د سپټمبر ۲۷مې ولسي احتجاج نه شي درول کېدای. هغه وویل چې د سیاسي فعالانو او مشرانو نیول به حالات لا کړکېچن کړي او حکومت باید د ځواک او نیونو پر ځای سیاسي ستونزې د سیاسي لارو او خبرو اترو له لارې حل کړي. سید صادق اغا وویل چې د پي ټي آی کارکوونکي له عمران خان سره ولاړ دي او د خپلو اساسي، ډیموکراتیکو او سیاسي حقونو لپاره به مبارزه روانه ساتي. نوموړي له کارکوونکو او ولس څخه وغوښتل چې د سپټمبر په ۲۷مه په سوله‌ییز او اساسي قانوني چوکاټ کې خپل غږ پورته کړي.