مقامی ۲۳ ستمبر ۲۰۲۶

کلتور او ژبه د قومونو پېژندنه ده، پښتنو ته مبارکي وایم: نور محمد دمړ

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د خوراک صوبايي وزیر حاجي نور محمد خان دمړ د پښتون کلچر ډې په مناسبت په ټوله نړۍ کې مېشتو پښتنو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې کلتور او ژبه د قومونو پېژندنه ده او پښتون کلچر ډې د پښتنو لپاره تاریخي ارزښت لري. هغه وویل چې په بلوچستان کې بېلابېل قومونه ژوند کوي چې خپلې ژبې او د ژوند بېلابېل ډولونه لري او حکومت د ټولو قومونو ژبو، کلتورونو او مذهبونو ته درناوی کوي. نوموړي وویل چې پښتانه وطنپاله، مېړني او مېلمه پال خلک دي او د هېواد د دفاع لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې دي. هغه زیاته کړه چې په پښتني کلتور کې د نسل، ژبې او مذهب پر بنسټ د کرکې پر ځای د سولې، زغم او متقابل احترام دودونه پیاوړي دي. نور محمد دمړ وویل چې بلوچستان او مسلم لیګ (ن) د بېلابېلو قومونو او مذهبونو ګډ ګلدستوی دی او د خپل ملي کلتور ژوندی ساتل د ژوندي قوم نښه ده.