کوټه (ویب نیوز) د ایران د پارلمان رئیس باقر قالیباف ویلي چې ایراني توغندي د هر هېواد هر هدف له خنډ پرته په نښه کولی شي. هغه په خپل بیان کې ویلي چې ایران به د ځواک ځواب په ځواک ورکړي او د اقتصادي، پوځي او دیپلوماتیک فشارونو باوجود به تسلیم نه شي. باقر قالیباف زیاته کړې چې ایران په هر ډګر کې دښمن بې وسه کړی دی.
