کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د چاپېریال او اقلیمي بدلون صوبايي سلاکار نسیم الرحمن خان ملاخیل د پښتون کلتور ورځې په مناسبت پښتون ولس ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې ژوندي او باخبره ملتونه خپل کلتوري، دودیز او تاریخي ارزښتونه ساتي. نوموړي وویل چې پښتون کلتور د مینې، ورورولۍ، عاجزۍ، زغم، مېلمه پالنې، سولې غوښتنې او ایثار له غوره دودونو سره تړاو لري. هغه وویل چې ځوانان باید خپله ژبه، کلتور او دودونه ژوندي وساتي او راتلونکو نسلونو ته یې ولېږدوي. نوموړي زیاته کړه چې په بلوچستان کې د بېلابېلو ژبو او کلتورونو لرونکي قومونه ژوند کوي، نو ټول باید د متقابل درناوي، سولې، مینې او یووالي له لارې د هېواد او صوبې په پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.
