کوټه (ویب نیوز) د پنجاب خیبر پښتونخوا بس یونین مرکزي د اطلاعاتو منشي ظاهر شاه کاکړ د سپټمبر د ۲۷مې د احتمالي لانګ مارچ له امله له کوټې څخه خیبر پښتونخوا ته تلونکي مسافر وړونکي کوچونه، بسونه او نور موټر د ژوب ترڅنګ په طور ناصر سیمه کې له مسافرو سره یو ځای درول ظالمانه او د غندنې وړ اقدام بللی دی. نوموړي وویل چې د ښځو، ماشومانو، مشرانو او د درملنې او نورو اړینو چارو لپاره سفر کوونکو مسافرو د موټرو درول جدي ستونزې رامنځته کوي، په داسې حال کې چې ټرانسپورټرانو ته هم مالي زیان اوړي. ظاهر شاه کاکړ له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پر ملي لویو لارو د مسافرو د موټرو تګ راتګ سمدستي بحال کړي، په طور ناصر کې درول شوو مسافرو او موټرو ته د خپلو منزلونو پر لور د تګ اجازه ورکړي او د سیاسي فعالیتونو د اندېښنو له امله دې عام مسافر او ټرانسپورټر له ستونزو سره نه مخ کوي.
