بیروت، بیت المقدس: د راپورونو له مخې د لبنان په جنوبي سیمو کې د اسرائیلي ځواکونو پراخو هوايي بریدونو وروسته سیمه کې د وضعیت کړکېچ زیات شوی دی، دا بریدونه داسې مهال شوي چې د اوربند د تمدید هڅې روانې وې، اسرائیلي چارواکي ادعا کوي چې هدف یې د حزبالله پوځي مرکزونه دي، خو د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې په ځینو بریدونو کې ملکي کسان او امدادي کارکوونکي هم وژل شوي، د بریدونو له امله زرګونه کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي او د صیدا او بیروت لور ته کډه شوي، راپورونه وایي چې وضعیت لا هم ترینګلی دی او د اوربند د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي۔
